ورزش

د افغانستان د فوټبال ټيم د بنګله ديش له ټيم سره دوستانه لوبه کوي

کابل – باختر د غبرګولې دمياشتې ١١
د افغانستان د فوټبال ملي ټيم سبا د بنګله ديش له ملي ټيم سره لوبه کوي.
د فوټبال فدراسيون د خپرونو مسوول علي کاظمي نن د باختر آژانس خبريال ته وويل: ټاکل شوې ده د هيواد د ملي ټيم دويم دوستانه لوبه سبا د بنګله ديش له ټيم سره په بنګله ديش کې وشي.
د هيواد د فوټبال ملي ټيم خپله لومړۍ دوستانه لوبه د لاووس له ټيم سره په لاووس کې ترسره کړه چې کوربه ټيم ته د صفر په وړاندې په دوو سره ماتې ورکړه.
د فوټبال فدراسيون مسوولين د بنګله ديش د ټيم په وړاندې د هيواد د ملي ټيم د لوبغاړو د ښه تياري خبرې کوي او هيله لري چې دغه لوبه هم د هيواد د فوټبال د ملي ټيم په ګټه پاى ته ورسيږي.
د يادونې وړه، دغه لوبه سبا له غرمې وروسته ترسره کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته