امنیت

دوه ويشت تنه وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول .

کابل باختر د لړم  څوارلسمه :
دوه ويشت تنه   وسله وال طالبان تيره شپه په غزني کې ووژل شول .
دغزني دوالي وياند محمد عارف نوري دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه وسله وال طالبان   ددغه ولايت  دغزني ښار په مربوطاتواو دمالستان  په ولسوالۍ  کې په دوو بېلابېلو پيښو کې ووژل شول .
نوري زياته کړه چې په دغو پيښو کې نهه تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول
دغزني دوالي دوياند  دڅرګندونوله مخې  په دغو نښتو کې ديارلس تنه افغان پوځيان هم شهيدان او پنځه تنه نور پوځيان ټپيان شول .
  ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته