سیاست

د مشرانو جرګې په غونډه کې دملي اقتصاد،مالي اوبودجې دکمېسيون کاري رپوټ واوريدل شو.

کابل / دمرغومي ١٧مه / باختر :
د دویم نایب ډاکټرمحمد آصف صدیقي په مشرۍ د مشرانوجرګې په نننۍ غونډه کې په آزادو بحثونو سربېره د ملي اقتصاد، مالي او بودجې کمېسیون کاري رپوټ واوریدل شو.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په آزادو بحثونو کې د غونډې رئیس او یو شمېر سناتورانو د کابل ښار یوولسمه ناحیه کې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له خوا د جهادي قوماندان آمر ستار او څلورو تنو ملګرو وژل د پوښتنې وړ وبلل او څرګنده یې کړه چې نوموړي له حکومت سره نېږدې اړیکې لرلې که جرم یې درلود باید ترنیول کېدو وروسته محاکمه شوی وای له دې پرته  د ملکي وګړو په کورونو دملي امنیت دا ډول عملیات او دهغوی لمنځه وړل د حکومت او ولسونو ترمنځ واټن پيداکوي همداراز وویل شول مخکې هم دننګرهار، لوګر، لغمان او میدان وردګوپه ولایتونو کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو له خوا ظالمانه وژنې ترسره شوي چې جدي غبرګونونه یې لرل او باید دا پېښه د جمهوررييس له لورې ګمارل شوی پلاوی په جدي توګه وڅېړي او جزئیات یې له خلکو سره شریک کړي.
دمجلس غړو یو ځل بیا په کابل ښار کې د وژنو، تښتونو، وسله والو غلاو، د موبایلونو او نورو وسایلو د پټولو په ګډون د جنایي جرمونو د زیاتوالي څخه اندېښنه څرګنده او ټینګار درلود چې جمهوررييس او د ملي امنیت شورا باید دپلازمېنې د امنیت د ښه کېډو په اړه اړین اقدامات ترسره کړي ترڅو له دې پلو دخلکو اندېښنې حل شي.
ځینې سناتورانوپه قطر کې له طالبانو سره د امریکا د خبرو د څرنګوالي په اړه نظریې وړاندې او ټینګار وکړ چې دا ځل باید د تل پاتې اوربند اوبین الافغاني مذاکراتو د پیل په اړه بحث وشي ترڅو دسولې په بهیرکې پرمختګ رامنځ ته شي.
د هېواد لویو لارو کې د امنیت د نه شتون، په مالي فساد د ارزګان د امنیه قوماندان تورنېدل، د هغو ولسواليو د مواصلاتی لارو په پرانیسته ټینګار چې د واورو د ورښت له امله تړل شوي ، د انتخاباتي شکایتونو د ژر څېړنې غوښتنه، دویم پړاو ته د ټاکنو د تلو په اړه د یوناما دفتر په وړاندوینې نیوکه، د ۱۳۹۹ مالي کال د بودجې د نه تصویب له امله د دولتي کارکوونکو د معاشونو د نه اجرا کېدو یادونه، ، د دیپلوماتیکو لارو له بهرنیو سره د دولتي چارواکو په کتنو ټینګار او یوشمیر نور مسایل هم د غونډې په آزادو بحثونو کې وویل شول.
د غونډې په جمع بندۍ کې د مشرانوجرګې دویم نایب ډاکټر محمد آصف صدیقي اړوندو کمېسیونونو ته د مطرحه شویو یو لړ مواردو د لیږلو تر څنګ، وویل چې قطر ته د خلیلزاد په تلو سره هیله مند یو چې د سولې د خبرو پایلې مثبتې او د اوربند دټینګښت او د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو زمینه برابره شي او هېوادوال د خبرو له پایلو باخبره وساتل شي، ځکه د پردې ترشاه مذاکرات خلکو ته د منلو نه دي او باید د امریکا متحده ایالات په رښتینې توګه دې بهیر کې همکاره وي.
دجرګې دویم نایب زیاته کړه دکابل د هوا ککړتیا دکمولو په موخه حکومت باید  راتلونکي کې د برېښنا او په  ارزانه بیه د ګازو  برابرولو ته لومړي توب ورکړي  او د استوګنې ښارګوټو د رغاونې، د موټرو تورید او نور هغه مواردو مخه ونیسي چې د هوا د خرابوالي سبب کیږي.
ډاکټر صدیقی ټاکنیزو مسایلو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دې ټاکل شوې موده کې ثبت شوي شکایتونه وڅیړي ترڅو وروستۍ پایلې اعلان شي ځکه د ټاکنو بهیر ډېر اوږدېدل به د هېواد په سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ژوند منفي اغیزې وکړي.
په پای کې د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسیون د تقنیني اوولسمې دورې د لومړي کال د دویم اجلاس کاري رپوټ د کمیسیون د رئیس محمد عظیم قویاش له خوا غونډې ته وړاندي شو.
د رپوټ پربنسټ کمېسیون اته څلویښت غونډې کړي اوهم یې د ۱۳۹۹ مالي کال د ملي بودجې د مسودې په اړه لازمې څېړنې وکړې او دسناتورانو مشورتي نظریې یې په کې ځای کړې او ترڅنګ د دولتي چارواکو د معاش د تنظیم قانون ځینو موادو کې د تعدیل او ډېرښت اړوند د حکومت پیشنهادي طرح ، د سوداګریزو محاکماتو اصولو قانون د درېمې ګڼې ضمیمې په اړه ۳۵۱ او ۳۵۲ ګڼه تقنیني فرمانونه کمېسیون کې نهایي او تصویب ته وړاندې شوي.
سناتور قویاش زیاته کړه، د یادو قوانیو سربیره د کمېسیون غړو د پنځلس عنوانه قوانینو او لسو هوکړه لیکونو او نړیوالو میثاقونو اړوند خپلې نظریې اړوندو کمېسیونونو ته لیږلي او د وزیرانو په ګډون یې ګڼ شمېر حکومتي چارواکي د خلکو د ستونزو د حل، د اقتصادي او ټولنیز سکتور د فعالیتونو او کړنو څخه د څارنې په موخه استجواب کړي دي. پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته