امنیت

وسله والوطالبانو ته درانده زيانونه واوښتل

-کابل باختر دکب نولسمه :
په تيرو څلورويشتو ساعتوکې څلورشپيته ډار اچوونکي د هېواد په دولسو ولايتونوکې ووژل شول .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
دغه ډار اچوونکي د لغمان، کاپيسا، ميدان وردګو، پکتيا، خوست، قندهار، روزګان، زابل، بادغيس، هرات، بغلان او د هلمند د ولايتونوپه مربوطاتوکې د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونوپه عملياتو کې ووژل شول .
په دغو عملياتوکې د څلور شپيته ډار اچوونکو په وژل کيدو سربېره او ديرش تنه نور  ډار اچوونکي ټپيان شوي دي .
دښمنانو ته زياتره زيانونه په هلمندکې اوښتي دي چې په وژل شويوکسانوکې د وسله والو طالبانو د ډلې قوماندان کامران، څلور پاکستاني ډار اچوونکي او دوه تنه ايراني ډار اچوونکي هم شامل دي .
د دغو ډار اچوونکو په ځپلوکې د پلي ځواکونو ترڅنګ د هوايي او توپچي قوتونو رول ګټور بلل شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته