اقتصاد

دمالیې وزیر د مشرانو جرګې سناتورانو ته د ملي بودجې او مخابراتي خدمتونو د محصول دراټولولو په اړه توضیحات ورکړل

کابل باختر د لړم درې ويشتمه
دمالیې وزیر اکلیل حکیمي، په داسې حال کې چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست شهزاد اریوبي، د اقتصاد او په پارلماني چارو کې د دولت دوزارتونو مرستیالانو هم شتون درلود،نن يې د مشرانو جرګې م سناتورانو ته یې د مخابراتي خدمتونو د محصول دراټولولو او د ملي بودجې په اړه توضیحات ورکړل.
دمالیې وزیر له سناتورانو  څخه وغوښتل چې د مخابراتي خدمتونو د محصول په برخه کې د حکومت د طرحې د ملاتړ تر څنګ په دې برخه کې د لا روڼتیا او د عوایدو د زیاتوالي په موخه، حکومت ته وخت ورکړ شي چې د ریل ټایم منجمنټ (د وخت حقیقي مدیریت) سیستم چارې بشپړې کړي اود مالیې وزارت د دغه سیستم لپاره پوره مالي امکانات برابر کړي دي.پاى-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته