کابل باختردکب دمياشتې١٥ نيټه :
د تخار ولايت د ينګي قلعه ولسوالۍ ديتيم تپه داوبو بند دپروژې دجوړولو کار بشپړ شو.
د انرژۍ او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ.
د يتيم تپه د اوبو بند او د پنځه اعشاريه پنځه کيلومترو په اوږدوالي محافظتي ديوال د آسيايي پرمختيايي بانک په مرسته داتلسو مليونو ډالروپه لګښت جوړ شوى دى.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې ؛دغه پروژه دسيلاونوله امله درامنځته شويو خطرونو دله منځه وړلو او د تخارولايت د خواجه بهاوالدين او د ينګي قلعه ولسواليو دکرنيزو اوبو د تامينولو سبب شوى دى چې اوس ددغو ولسواليو خلک ورڅخه ګټه اخلي .
ددغو ولسواليو خلک داوبو دبند او دمحافظتي ديوال د جوړولو له امله خوشخاله دي او هغه دکرنيزو ځمکو او دخپلو حاصلاتو دله منځه وړلو دمخنيوي په لاره کې ګټور بولي .
پاى ج ذ