امنیت

په بدخشان کې په اويغور ډاراچوونکو بريدونه وشول

کابل باختر د سلواغې ٢٠ نيټه  :
په افغانستان کې امريکايي ځواکونه وايي په بدخشان کې يې د اويغورافراطي جګړه مارانو پرضد يې هوايي بريدونه پيل کړي چې  له امله يې يو زيات شمير جنګيالي وژل  شوي دي .
ناتو وايي ، د ترکستان اسلامي نهضت په  نامه بيلتون غوښتونکي وسله  وال جګړه ماران د افغانستان ، چين او تاجکستان  پولو ترمنځ  په  تروريستي فعاليتونو بوخت دي.
په افغانستان کې د ناتو دغوڅ ماموريت مطبوعاتي دفتر په  يوه اعلاميه کې
وايي ؛ د هوايي  بمباريو په نتيجه کې د وسله والو طالبانو د زده کړې مرکزونه    
    او سنګرونه له منځه تللي دي .
ناتوپه خپله اعلاميه کې  وايي ؛ د وسله والو طالبانو دزده کړې مرکزونه  د چين او تاجکستان پولوته  څيرمه په  افغانستان کې دننه موقعيت لري  چې له هغو څخه دتروريستي بريدونو لپاره استفاده کيږي.
ناتو په  خپله اعلاميه کې  زياتوي  دغه عمليات د افغانستان  ګاونډيوهېوادونو ته ډاډ ورکوي  چې دغه هېواد  د تروريستان لپاره دامن سيمه نه ده  .
په افغانستان کې د ناتو او د امريکاد وسله والو ځواکونو لوى قوماندان جنرال جان نيکلسن په دې اعلاميه کې ويلي چې افغانستان دهيڅ  تروريستي ډلې لپاره د امن ځاى نه دى  اوپه دغه  هېواد کې د ناتوپه مشرۍ  ځواکونه به  دغه  ډلې په هر ځاى کې  چې وي وځپي .
ناتو وايي ، د افغانستان په  شمال کې د وسله والو طالبانو، داعشيانو او نورو
تروريستي  ډلو پرخلاف د افغان او ناتو ځواکونو هوايي بريدونو  زوراخيستى دى  .
دغه راز د افغانستان دملي دفاع وزارت وايي؛ د هېواد په شمالي ولايتونو له هغې جملې څخه  په بدخشان  کې د افغان او ناتوګډو ځواکونو له  خوا  هوايي  بريدونه تر          سره شوي دي.
دختيځ ترکمنستان اسلامي نهضت د ايغورمسلمانانو يوه  افراطي ډله ده  چې دچين  په ختيځ کې فعاليت لري.
دناتو دغوڅ ماموريت په اعلاميه کې  زياته شوې ده  چې دغه ډله  له القاعده شبکې سره په ګډه  خپل فعاليتونه ترسره  کوي  په چين کې په  زياترو تروريستي پيښو کې پيژندل شوې ده.
په اعلاميه کې راغلي دي چې د دغې ډلې يو زيات شمير په ٢٠٠٢ ميلادي کال کې   دقرغزستان په پايتخت بشکيک کې دامريکا په سفارت  د بريد د پلان د طرحه کول       په خاطر له دغه هېواد څخه شړل شوي دي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته