ټولنه

د میدان وردګو والي وايي د میدان ښار پراختیا لپاره به کار ترسره شي

کابل  باختر دکب دمياشتې ١٩:
د میدان وردګووالي وايي د لوی کابل پراختیايي پلان تطبیق لپاره به په دې ولایت کې زمینه برابره شي،څو د میدان ښار پراختیا ته کار ترسره شي.
دا خبرې حیات الله حیات نن اداري غونډه کې وکړې او وویل، چې د ځمکو غصب مخنیوي کمپاین ته به دوام ورکړي.
اداري غونډه د والي  حیات په مشرۍ ترسره شوه، چې د ولایتي شورا رییس او د بیلا بیلو ادارو مسولینو پکې ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې د تیرې اوونۍ د کارونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل شول او پر یوشمیر مهمو مسایلو پریکړې وشوې.
د میدان وردګو والي  حیات الله حیات وویل، چې د میدان ښار پراختیا لپاره به د ځمکو غصب مخنیوی کمپاین ته دوام ورکړي او په دې ولایت کې به له پلان سره سم پراختیايي کارونه ترسره شي.
د ولایتي شورا رییس  اختر محمد طاهري غونډې پر مهال د شورا ودانۍ او د ځمکي ملکیت په اړه معلومات ورکړل او پریکړه وشوه، چې چارې به یې د یوه کمیسون له لورې مخته یوړل شي.
هغه دغه راز وویل، چې د سیدآباد ولسوالۍ په شیخ اباد سیمه کې د اوبو رسولو ادارې ته د اوبو تنظیم لپاره ځمکه په وړیا ډول په واک کې ورکوي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته