سیاست

دوزيرانو شورا د ١٣٩١ کال ملي بودجه وڅيړله

کابل باختردسلواغې دمياشتې   ٣ :

دوزيرانوشورا نوبتي غونډه نن دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهور رييس  حامد کرزي په مشرۍ د جمهوري رياست دارګ  دګلخانې په ماڼۍ کې جوړه شوه .

دباختر اطلاعاتي اژانس ته دچارو  داداري او دوزيرانو شورا ددارالانشا دلوى رياست  دمعلوماتوله مخې  دغونډي په پيل کې  دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهور رييس  په ټول هيواد کې دواورې اورښت دراتلوونکې کال دکرکېلې  اودحاصلاتو دودي په لاره کې  نيک فال وباله  اودهيواد بيلابيلو سيمو اوپه تيره بيا دبدخشان ولايت اواړوندو ولسواليو ته يې  دخوراکي توکو او دحيواني وښو دليږدونې په اړوند دمعلوماتو غوښتنه وکړه.

وروسته  د جمهوري رياست دويم مرستيال او له پيښو سره دمبارزي دملي کميټې رييس محمدکريم خليلي  ددغې  کميټې دپرونۍ غوڼدي  دنتيجو اودترسره شويو اجرااتو په باب غونډي ته معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه چې په وروستيو مياشتو کې دوزيرانو شورا له پريکړې سره سم  خوراکي توکې  او حيواني واښه  څوارلسو ولايتونو ته  چې دو چکالي له امله  زيانمن شوي دي  ، ليږدول شوي   او دغه راز  دغه مواد  نورو ولايتونو ته هم ليږدول شوي دي .

ده زياته کړه  په بدخشان ولايت اودهغه په اړوندوولسواليو کې دمواصلاتي لارو  ستونزي او انساني زيانونه  دخوراکي توکو د کمښت زيږنده نه دي  بلکي  دواورې  دنه اټکل وړ اورښت دديرشو تنو هيوادوالو دله منځه تللو سبب شوي دي  او دمواصلاتي لارو دتړل کېدو ستونزي يې پيداکړي دي چې دحل کولو په لاره کې يې له پيښوسره دمبارزي  ملي کميټې دفضا له لاري دخوراکي توکو په ليږلو او دغه ولايت  ته دروغتيايي ټيمونو په استولو اقدام کړي دي  اوزيانمنوشويو ولايتونو ته ددرې  درې  مليونو افغانيو په ځانګړي کولو سربيره پنځه  پنځه مليونه افغاني نوري هم ليږل شوي دي چې په دغه شان حالاتو کې په لازمو اقداماتو لاس پوري شي .

 دوزيرانوشورا دهغو هيوادوالو پاک روح ته ددعا دکولو په ترڅ کې  چې دبدخشان ولايت په مربوطاتو کې دواوري دسختو اورښتونوله  امله له منځه تللي دي ، له پيښو سره دمبارزي ملي کميټه يې موظفه کړه چې دسختولارو لرونکې اوزيانمنونکې ولايتونه  ترڅارنې لاندې ونيسي  اودهغوى دخوراکي توکو په بشپړولو اودنوروستونزو په حل کولو کې لازم اقدام وکړي .

 وروسته دفوايدعامې وزير  دواورې داورښت  دحجم  اودقرارداديانو په واسطه دلويو لارو اودولسواليو دسړکونو دپاکولو په باب غونډې ته معلومات وړاندې کړل  او زياته يې کړه  په هغو ساحو کې چې دواوري سخت اورښت پکې دوام لري  لکه دغور او دايکندي ولايتونه  په کمښت سره يې دپاکولو کار  ترسره کېږي خو په ټوليزه توګه  مهمي مواصلاتي لاري  دترافيکو پرمخ پرانستي دي .

له اجنداسره سم  دبهرنيو چارو وزير  او دغه راز  دملي امنيت سلاکاردافغانستان او بريټانيا ترمنځ ددايمي ستراتيژيکي همکاري دسند دطرحې ، دافغانستان داسلامي جمهوريت او دايټاليا د جمهوريت ترمنځ ددوه اړخيزي اوږدمهالې همکاري دموافقه ليک دطرحې او دافغانستان داسلامي  جمهوريت  اودفرانسې  جمهوريت ترمنځ ددوستي  او همکاري دتړون دطرحې  دمحتوياتو په باب غونډې ته مفصل معلومات وړاندې کړل.

دوزيرانو شورا له هر اړخيزو خبرو وروسته ددغو تړونونو  طرحې په پرنسيب کې تائيدي کړي  او دبهرنيو چارو وزير اودملي امنيت سلاکار يې موظف کړل   چې دغه تړونونه دبريټانيا  ، ايټاليا اوفرانسې له هيوادونو سره بشپړي  او پړاونه يې  ووهي .

داجنداپه بله برخه کې   د ١٣٩١  مالي کال ملي بودجه  دماليې  دوزير له خوا غونډې ته داسې طرحه شوه .

دوزيرانو شورا د ١٣٩٠  کال دغبرګولې دمياشتې دشپږ ويشتمي نيټې دلسمي ګڼې مصوبي له مخې دتخصيصونو داجرا کولو دبهير دګړندي کولو په مقصد ، دمالي کال پيل   دوري دمياشتې   له لومړي نيټې څخه دمرغومي دمياشتې لومړي نيټي ته وليږدول شول چې په  همدي مقصد  د١٣٩١ مالي کال ملي بودجه په استثنايي ډول د نهو مياشتو لپاره (د١٣٩١ دوري دمياشتې له لومړي نيټې څخه دمرغومي دمياشتې ترلومړي نيټي پوري ) برابره شوې ده  چې د ١٣٩١ کال په نهو مياشتو کې ټوله ملي بودجه  دڅلور اعشاريه اته سوه دوه ديرشو ملياردو امريکايي ډالرو معادل  دوه سوه يوڅلويښت اعشاريه شپږمليارده افغاني  اټکل شوې ده   چې له دې جملې څخه  يوسلو څلور ديرش اعشاريه دوه مليارده افغاني  عادي بودجه او

يوسلو اوه اعشاريه څلورمليارده افغاني يې انکشافي بودجه ده .

دملي بودجي دتمويل منابع  له کورنيو عوايدو څخه پنځه نوي مليارده افغاني ،  دبهرنيو مرستو له منابعو څخه يوسلو درې ديرش اعشاريه پنځه مليارده افغاني  اوپورونو اجرا کول درې اعشاريه  اووه شپيته مليارده افغاني  کېږي  چې له دغو عوايدو سره سره  په انکشافي بودجه کې  نهه اعشاريه  درې سوه  پنځه اتيا مليارده افغاني کسر  ترسترګو کېږي .

دوزيرانو شورا له  هر اړخيزو خبر وروسته دماليې وزارت موظف کړ  چې  دولايتونو دانډوليزي پرمختيا په اړوند ، کم پرمختللي ولايت ته دپيسو زياتوالې  ، دامنيت دسکتور دبودجي دزياتوالې  عوامل او علتونه ، دکجکي او دهلي بند  او داوبو دنورو بندونو  په گډون دانرژي او اوبودپروژو لپاره  دتخصيص نه ورکول ، دملي پيوستون دپروژو دبيل کړاى شوي بودجي توضيح  ، هغه پروژې  چې دبهرني بودجي په وسيله په ولايتونو کې تمويليږي  او داقتصادي پاليسو په رڼا کې دکار موندلو موضوعګانې تحليل او وڅيړي  او دافغانستان داسلامي جمهوريت  د جمهوررييس په مشرۍ  اوداقتصادي برخي دوزيرانو په گډون  په سبا غونډه کې په مفصله توګه  څرگندونې وکړي  چې د ١٣٩١ مالي  کال ملي بودجه بشپړه او تائيدشي.

دغونډي په پاى  دبهرنيو چارو دوزير له خوا درې مورده نړيوال تړونونه غونډې ته طرحه شول  چې دتائيد وړ وگرځيدل.

_  دافغانستان داسلامي  جموريت اودپاکستان اسلامي جمهوريت ترمنځ دترانزيتي سوداګرۍ دموافقه ليک دتطبيق په باب بين الوزارتي غونډي .

_  په ترکېه کې دافغانستان دځمکنيو ځواکونو دپرسونل دقطعاتو لپاره دتعليماتو په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت او دترکېې جمهوريت ترمنځ پروتوکول .

دافغانستان داسلامي جمهوريت اودترکېې  جمهوريت ترمنځ دافغانستان دنظامي اکاډمي دمحصلانو د دوبني کمپ دتعليماتو  دپروتوکول مسو ده  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته