کابل باختردثوردمياشتې ٩ :
د آريانا هوايي شرکت د روان مالي کال په لومړيو دريو مياشتوکې څه دپاسه اووه سوه اووه څلويښت مليونه افغانۍ عايد ترلاسه کړى دى .
دباخترآژانس دخبرله مخې: دآريانا دهوايي شرکت د مديره هييت رييس او دماليې وزارت معين ډاکتر مصطفى مستور نن په يوه خبري غونډه کې وويل: د روان مالي کال په لومړيو دريو مياشتوکې د آريانا شرکت عوايد اووه سوه اووه څلويښت مليونوافغانيو ته رسيدلي دي. په داسې حال کې چې دتېرکال په همدې موده کې ددغه شرکت عوايد شپږسوه اتيا مليونو افغانيو ته رسيدلي و چې ددغه شرکت په عوايدوکې په سلوکې څه دپاسه شپاړلس زياتوالى راغلى دى.
دغه رازپه دې خبري غونډه کي دآريانا شرکت لوى رييس نصيراحمد حکيمي وويل چې د آريانا هوايي شرکت همدا اوس له اوو الوتکوسره دوو کورنيو ښارونو اواوو بهرنيو ښارونو ته دهوايي چلند په برخه کې خدمتونه وړاندې کوي.
دغه شرکت په پام کې لري چې د روان کال دمي دمياشتې په وروستيو وختوکې فرانکفورت ته الوتنې پيل کړې چې دغه اقدام له ٢٠١١ ميلادي کال وروسته داروپااتحاديې ته لومړنۍ الوتنه بلل کيږي .
دغه شرکت په ١٣٣٣ هجري لمريز کال کې جوړ شو چې اوو بهرنيو ښارونو او دوو کورنيو ښارونو ته خپلې الوتنې ترسره کوي .
آريانا دمسافرانو په ډيرښه هرکلي سره اوپه مناسبو بيوسره خدمتونه وړاندې کوي.
آريانا يو خپلواک دولتي هوايي شرکت دى چې په مديره هيئت کې يې د افغانستان د دولت مقامات او د دولتي بانکونو استازي شامل دي .
0 1 دقیقه لوستل