ټولنه

د بڼوالۍ د ١٥٠ پروژو کار پيل د بڼوالو ستونزې حل کوي

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٦ :
دکرنې او اوبولګولو وزارت  له خوا  دسرپل ولايت په مرکز او څلورو ولسواليو کې د ١٥٠  کرنيزو او بڼوالۍ پروژو کار  پيل شو.
په سرپل ولايت کې  دکرنې او اوبولګولو وزارت  د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي پروژې  مسوول کنشکا حميدي دباخترآژانس خبريال ته وويل :   چې دغه  پروژې  به  دسرپل په مرکز او د سنچارک ، سوزمه قلعه ، کوهستاناتو او ګوسفندي  ولسواليو کې  عملي شي .
يوه اړونده خبرځاى وويل :  په دغو پروژو کې دکرنيزو اوبو  د ٦٠ زيرمو   جوړول    چې هره يوه به يې د ٥٠٠ متر مکعب اوبو ظرفيت ولري او دغه راز دمميزو دساتنې د٩٠    خونو جوړول شامل دي.
حميدي زياته کړه   چې په ټوليزه  توګه ددغو طرحو دعملي کولو لپاره   نږدې  يوسلو دوو مليونو افغانيو ته اړتيا ده  چې دهېواد دکرنې او اوبولګولو  وزارت له پرمختيايي بودجې څخه تمويليږي او ټاکل شوې ده چې تر  دوو کلونو پورې دخلکو په سلو کې د پنځه ويشتو په ونډې سره پاى ته ورسيږي.
دسرپل ولايت دکرنې او اوبو لګولو د ادارې  دمالدارۍ آمر اوسرپرست وايي  چې ددغو پروژو تطبيق دسرپل بزګران دکوکنارو له کرکيلې څخه منع کوي او دبڼونو  جوړولو  او دبڼوالۍ فرهنګ ته هڅوي.
دده دڅرګندونوله مخې، مخکې له دې چې بڼوال په تيره بيا د دوبي په فصل کې  دکرنيزو اوبو  له  کمښت سره مخامخ و، دنويو زيرمو  جوړول کولاى شي  په دې برخه کې  ددوى ستونزې   تر يوې اندازې پورې  لرې کړي.
شريفي زياته کړه  چې دمميزو دساتنې دغه نوې  خونې  هم کولاى شي ددغه ولايت د مميزو دکيفيت له ښه والي سره  مرسته وکړي.
دسرپل ولايت  دمرکز د چارباغ  دکلي يوه بڼوال وويل  چې دمميزو دساتنې  دخونو  او داوبو دزيرمو  جوړول  زياتې ګټې لري .
دسرپل ولايت په مرکز پورې اړوند د القاني کلان دکلي  يوه بڼوال نجيب الله وويل  چې له دريو کلونو را په دې خوا ددغه کلي خلک دکرنيزو اوبو  دکمښت  له ستونزې سره  مخامخ دي   او دخلکو زياتره نيالګي وچ شوي دي چې دنويو پروژو عملي کول دبڼوالو ستونزې تر زياتې اندازې پورې حل کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته