ټولنه

د قومي جوړښتونو پر پیاوړتیا به کار وکړي.

کابل باختر دمرغومې اووه ويشتمه
پکتيا د جرګو او مرکو وطن دی او د میشتو قومونو تر منځ ستونزې به د قانون تر څنګ په دوديزو عرفونو حل کړي.
دغه څرګندونې د پکتیا والي زلمی وېسا د منګلو او څمکنیو قومونو له مشرانو سره په کتنه کې وکړې.
والي وويل چې د پکتيا د امنیت او پرمختګ لپاره د قومونو تر منځ یووالی او د قومي جوړښتونو پیاوړتيا مهمه ده، او د دغه هدف لپاره به له قومي مشرانو سره په پرله پسې توګه په اړيکه کې پاتې شي.
ده زیاته کړه چې دغه ولايت د جرګو وطن دی او له همدې امله به په دغه ولایت کې قومي ستونزې د قانون ترڅنګ په دوديزو عرفونو حل کړي.
د ایوبیو او درزاخېلو مشرانو والي ته د سوله ییزې لارې د ستونزو د اواري ډاډ ورکړ او ویې ويل چې په دې برخه کې به د ولایت مقام هره پرېکړه قبوله کړي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته