ټولنه

ديو ماشوم په بدن کې دافغانستان نقشه .

کابل باختر دثور ديارلسمه

 هغه ماشوم  چي په بدن کې  يې دافغانستان طبيعي  نقشه په څرګند ډول ليدل کيږي نهه کلن دى اوګران نوميږي  او دخپل موچي  پلار تر څنګ دکورنۍ ډوډي راوړونکي دى .

 دى دخپلې کورنۍ داعاشي لپاره له خپل پلار سره دمرستې په مقصد اسفند  دودوي  او داقتصادي ستونزو له امله چې کورنۍ يې ورسره مخامخه  ده  نه شي کولاي ښوونځي ته لاړ شي او دخپلو همزولو په شان زده کړه وکړي .

  دګران پلار خان محمد باختر اژانس ته وويل  چې دافغانستان نقشه  دزيږيدو  له وخت څخه دده دزوي په بدن کې ليدل شوې ده او دده په ټټر کې شتون لري .

 دګران دکورنۍ دڅرګندونو له مخې په پيل کې  دافغانستان نقشه ددوى  دزوي  په بدن کې  دومره  څرګند نه و او ورو ورو په واضح ډول څرګنده شوي ده  .

 ګران وايي چي دزده کړې  استعداد لري  خونه شي کولاي داقتصادي ستونزو له امله  زده کړه  وکړي

  له بلې خوا دهلمند والي محمد ګلاب منګل دګران پلار ته يوه نمره ځمکه  ورکړه او دهلمند څو تنو سوداګرو ددولسم ټولګي ترپايه پورې دګران ټول لګښت په غاړه اخستي  دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته