دا مريکا متحده ايالاتو له سعودي عربستان سره د ا مريکا د ډير ستر پوځې تړون د ا جرا کولو خبر ورکړي دي
دسپينې ماڼۍ ويندوى د ا مريکا په ها وا يي ايالت کې ديوې وينا په خپر ولو سره اعلام کړى دى چې دغه تړون د خليج دسيمې د امنيت ديوي کليدي برخې په تو ګه د سعودي عربستان ددفاعى ظرفيت له تامينولو او پيا وړ تيا سره د ا مريکا د ژمنې څرګندوى دى
دامريکا جمهور رئيس بارک او باما همدا اوس د نوى ميلادي کال درخصتيو د تيرولو لپاره په ها وا يي کې دى
ددغه تړون له مخې به څلور اتيا اف_ ١٥ جټ جنګى الو تکي اودغه راز داوريا اف _١٦ جټ جنګې الو تکو د بياجوړولو او پيا وړ تيا لپاره يو شمير قطعي سعودي عربستان ته ورکړي شي
دا مريکا د حکومت د ما مورينو دڅرګند ونو له مخى په دى تړون کې دغه را ز دپوځې مهما تو د جنګې جټ الو تکو دفالتو قطعا تو ، روزنه ، سا تنه او تدارکات شا مل دي
ددغه تړون دلاسليک اعلام په خليج د هر مز تنګې په نسبت د ايران او ا مريکا ترمنځ د ناندرو او ګوا ښو نو په څپو کې کيږي چې د منځنې ختيځ په سلو کې څه دپاسه اوولس او مه تيل له دغه لاري د نړۍ بازارو نو ته ليږدول کيږي