ټولنه

دسمنګانو دکرنې ادارې ، اداري برخې ته ودانۍ جوړېږ ي

کابل باختر د غبرګولي اوومه :
دسمنګانوولايت دکرنې اوبولګولو اومالدارۍ رياست دادارې ودانۍ دجوړولو کارنن پيل شو .
دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې ،  دغه ودانۍ دهندوستان  هېواد په مالي مرسته دشپاړلسو مليونو افغانيو په لګښت  په ايبکو ښار کې د ٤٥٠ مربع متره ځمکې په ساحه کې په دوو پوړونوکې په پاخه او اساسي ډول جوړېږي .
دسمنګانو ولايت دکرنې اوبو لګولو او مالدارى رييس وويل  په دې ودانۍ کې په دوو پوړونوکې  ٢٠  خونې ، دکاناليزاسيون  سيستم او دبريښنا رسولو  سيستم په پام کې نيول شوي دي چې په اتلسو کاري مياشتو کې به بشپړه شي.
دسمنګانووالي عبداللطيف  ابراهيمي وويل اوس دکرنې ادارې کارکوونکو په پنځو بېلابېلو سيمو کې خپلو کارونو ته دوام ورکوي .  چې دنوې ودانۍ په جوړيدوسره  ددوى ستونزې  حل کېږي .
ده زياته کړه  دهندوستان هېوادژمنه  کړې  ده چې په روان کال  کې په دغه ولايت کې شپږ بنسټيزې  پروژې چې دښوونځيو روغتيايي مرکزونو او دليليې  ديوې ودانۍ جوړول  پکې شامل دي ،تطبيقوي . ختم_شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته