کابل باختر د مرغومي درې ويشتمه :
دزابل ولايت دميزان ولسوالۍ امنيه قوماندان دماين دچاودنې له امله سخت ټپي شو او وروسته يې سا ورکړه .
دزابل ولايت مرستيال مسعود بختاور دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه چاودنه پرون غرمه دميزان ولسوالۍ دعلم ګل خاوه په سيمه کې وشوه .
ده وويل چې دميزان ولسوالۍ امنيه قوماندان خان محمد له خپلو سرتيرو سره په ګزمې بوخت و چې دسپرلۍ موټر يې په واټ کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت .
يوه اړونده خبرځاى وويل امنيه قوماندان خان محمد په دې پيښه کې سخت ټپي شوى و او روغتون ته دليږدونې په لاره کې د ټپونو دژورتيا له امله سا ورکړه او په دې پيښه کې دده يوساتوونکى ټپي شوى دى .
خو يوه امنيتي خبرځاى وويل چې لومړى چاودنه دملي اردو په سرتيرو وشوه او دويمه چاودنه سيمې ته دامنيه قوماندان ديون په وخت کې رامنځته شوه .
2 1 دقیقه لوستل