نړۍ

د بشر د حقوقو مدافع سازمان: د امريکا پوليس مسلمانان د تروريستي بريدونو ترسره کولو ته هڅوي.

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٣١
د بشر دحقوقو مدافع سازمان په خپل نوى رپوټ کې ويلي دي چې د په ٢٠٠١ م کال کې د سپټمبر له پيښو وروسته د امريکا د پوليسو فدراله اداره مسلمانان هڅوي او آن پيسې ورکوي چې تروريستي عملونه ترسره کړي .
باختر آژانس دفرانسې دخبري آژانس له خولې خبر راکړ: دغه رپوټ چې د تروريستي علمونو د مجرمينو د تحقيقاتو په نسبت برابر شوى دى او پرون خپور شو؛ ښيي چې په ځينو مواردوکې د امريکا د فدرال پوليسو اداره چې په اف  بي  اى شهرت لري؛ له بده مرغه د ټولنې قانونمندکسان تروريستي عملونو ترسره کولو ته هڅوي او دې کارته اړباسي او له هغو څخه تروريست جوړ کړى دى.
د بشر د حقوقو د مدافع سازمان مرستيال اندرو پراساو وايي چې د امريکا حکومت خپلو اتباعو ته وايي چې د تروريزم په وړاندې د هغوى ساتنه کوي او تروريستان محاکمې ته اړکاږي خو د دې پرخلاف د امريکا حکومت په خپله بې ګناه او قانونمند کسان هڅوي او اړباسي او آن په ځينو مواردوکې هغوى ته پيسې ورکوي چې تروريستي عملونه ترسره کړي.
دامريکا لوى څارنوالۍ هم له امريکايي مسلمانانو څخه د دغه شان ابزاري استفاده دفاع کوي او هغه له تروريزم سره د مبارزې لپاره ګټور بولي.
په دې رپوټ وړانديز شوى دى چې د امريکا حکومت بايد د دغه هيواد مسلمانانو سره له دغه شان ناوړه چلند او د هغو له تروريست جوړولو څخه ډډه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته