ټولنه

له پاکستان څخه د یوې افغانې کورنۍ راستنېدل او د نوي ژوند لپاره زیار

کابل_باختر د سلواغې اوومه
کله چې د ننګرهار ولایت په جلال آباد کې د شمس الرحمان د کور کوچني او تنګ غولي ته وردننه شې تصوّر نه شې کولای چې څنګه به یوه کورنۍ د هغې د لسو غړو سره یو ځای دلته ژوند کوي. خو، هغوی دلته د شمس الرحمان د درې وروڼو له کورنیو سره یوځای په همدې وضعیت کې ژوند کوي.
شمس الرحمان او د هغه وروڼه په دې وروستیو کې له پاکستان څخه راستانه شوي، چېرته چې هغوی څو لسیزه ژوند کړی خو یو ناڅاپه یې د ژوند چارې ګډوډې شوې. د هغوی د دې ټولو ستونزو او ژوند د ګډوډۍ له امله د لسګونو زرو نورو افغانانو په څېر د کډوالۍ د اسنادو نه لرل و، هغوی د دغه نا څرګند وضعیت په هکله له پخوا پوهېدل. په پاکستان کې له شلو کلونو ژوند کولو وروسته چېرته چې هغوی ودونه وکړل او کورنۍ یې جوړې کړۍ افغانستان نور تش د هغوی لپاره په لرې یادونو کې پاتې ځای وو.
شمس الرحمان وویل « ما د پاکستان په لاهور ښارکې د سړک په غاړه کې مې جوار پلورل، که څه هم ما ډېرې پیسې نه ترلاسه کولې، خو پر هغو پیسو مې کولای شول چې د کور کرایه ورکړم او زامن مې په خصوصي ښوونځیو کې شامل کړم. یوه ورځ یو وګړی چې نظامي کالي یې په ځان و، را نږدې شو او را نه یې وپوښتل، چې څوک او د کوم ځای یې؟ له دې وروسته چې مې ورته وویل: زه افغان یم، په هماغه شېبه یې ونیولم او د شپږو میاشتو لپاره یې بندي کړم، له هغې وروسته وپوهېدم چې په پاکستان کې زموږ لپاره راتلوونکې شتون نه لري.»
اوس دغه کورنۍ په خپل هېوادکې د کور په جوړولو بوخته ده او د دې ويره نه لري چې څوک به ورڅخه پوښتنه وکړي چې څوک يې؟
اوس شمس الرحمن په خپل هېواد کې کار کوي او د خپلې کورنۍ لپاره نفقه برابروي او ډيرخوشحاله ښکاري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته