نړۍ

په پيښور کې سخته چاودنه .

پيښور باختر دکب شپږ ويشتمه :
په پيښور ښار کې نن سهار دحکومتي کارکوونکو دسپرلۍ په يوه بس موټر کې  دبمي چاودنې له امله څه ناڅه پنځلس  تنه ووژل شول اوپنځه ويشت نور ټپيان شول .  باختراژانس دپاکستانۍ رسنيو له خولې خبر راکړ چې دغه چاودنه  سونيري مسجد ته څيرمه رامنځته شوه او په هغې کې په هغو ملکي کارکوونکو چې دمردان له ضلعې  څخه پيښور ښار ته روان  و بريد وشو .
له چاودنې وروسته دسيمې خلک له ويرې او ډار سره مخامخ شول او ټپيان دپيښور ښار ليدي ريدينګ روغتون ته وليږدول شول .
په دغه روغتون کې فوق العاده حالت نافذ دى  ، دپوليسو دڅرګندونوله مخې دغه بم دبـس موټر په شاتنۍ برخه کې ځاى پرځاى  شوى و،  دبمونو دشنډولو پرسونل وويل چې په دې بم کې اته کيلوګرامه چاوديدونکي توکي کارول شوي وو .
دخيبرپښتونخوا مطبوعاتي  سلاکار مشتاق غني رسنيو ته وويل چې دخيبر پښتونخوا ايالت اعلي وزير  پرويز خټک  دغه بمي بريد په کلکه  وغانده او ويې ويل  چې ددغې پيښې  ټپيانو ته دې جدي پاملرنه وشي .
دالومړى ځل نه دى  چې  په پيښور کې  دملکي دارالانشا په يوې ليږدونکې واسطې بريد کيږي په  ٢٠١٢ او ٢٠١٣ کلونوکې  په ورته بريدونوکې څه ناڅه اته ديرش  تنه ووژل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته