روغتیا

فضل هادي مسلميار د غضنفر د روغتيايي انستيتوت د استادانو شکايتونه واوريدل

کابل باختر دمرغومي شپاړلسمه :
د ملي شورا د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار نن د يوې غونډې په ترڅ کې د غضنفر د روغتيايي انستيتوت د يو شمېر استادانو شکايتونه واوريدل.
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: په دې غونډه کې يو تن برخه وال د نورو په استازيتوب د استادانو د فعاليت او د کادري امتيازونو  د څرنګوالى په باب  معلومات وړاندې کړل او ويې ويل چې دغه انستيتوت د جوړيدو له وخت څخه تراوسه پورې د مجربو او مسلکي استادانوپه لرلوسره  فعاليت کوي. خو د دغه انستيتوت  استادان د پوهنې وزارت د ورته انستيتونونو له امتيازونو څخه ګټه نه اخلي.
د مشرانوجرګي رييس د هغوى د نظريو او وړانديزونو له اوريدو وروسته د افغانستان په اوسنيو شرايطوکې د استادانو د رسالتمند رول او د هغوى دمقام اومنزلت په باره کې رڼا واچوله او څرګنده يې کړه چې د مشرانو جرګې به د خپلو قانوني صلاحيتونو په چوکاټ کې له هغوى سره همکاري وکړي او د دغه انستيتوت د استادانو وړانديزونه به له اړوندو ارګانونوسره طرحه کړي.
دغه راز فضل هادي مسلميار دکندز له ښاروال سره دخپلې جلا ناستې په ترڅ کې ددغې ښاروالۍ د کړو وړو رپوټ واوريد.
دمشرانوجرګې رييس د رپوټ له اوريدو وروسته دکندز د ښاروال د خدمتونو په درناوى د مشرانو جرګې ستاين ليک په داسې حال کې چې د دغه ولايت سناتور محمد دين همدرد هم حاضر و؛ ده ته ورکړ چې دکور ودانۍ په ويلو سره ومنل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته