ټولنه

د پکتيکا ځوانانو ناوړو دودونو ته “نه” وويل

پکتيکا باختردتلې دمياشتې ٨  نيټه :
  د پکتيکا ولايت ځوانانو ناوړو دودونو او رواجونو ته "نه" وويل او د هغو پرخلاف  پرمبارزه يې ټينګار وکړ.
د پکتيکا ولايت يوشمېر ځوانانو چې د ځوانانو د ظرفيتونو د لوړولو او د ناوړو  دودونو او رواجونو د له منځه وړلو په نامه د سيمينار په پاى کې چې په ښرنې ښارکې جوړ شوى و، په دې کار يې ژمنه وکړه.
دغه سيمينار د پکتيکا ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په نوښت په ټولنه کې د واکمنو دودونو او رواجونو له مصيبتونوڅخه د ځوانانو د ذهنونو د روښانولو  او د هغو د ظرفيتونو د لوړولو په خاطر چې دوه ورځې مخکې جوړ شوى و، نن پاى ته ورسيد.
د دغه سيمينار په پاى کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو د معينيت استازي عبدالولي ملک خيل او د پکتيکا ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس امان الله خپلواک په ټولنه کې د ناوړو د ودونو او رواجونو پرخلاف  مبارزه کې دځوانانو د رول په باب خبرې وکړې اوله ځوانانو څخه يې وغوښتل چې ددغو ناخوالو د ټغر د ټولولو په لاره کې فعاله ونډه واخلي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته