کابلباخترد اسد٢٩
دجمهوري رياست لو مړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم نن له غرمي وروسته د بدخشان ولايت له يوشمير مشرانو سره د خپل کار په دفتر کې و کتل .
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
دجمهوري رياست لو مړي مرستيال له دغو مشرانو سره د کتنې په وخت کې د هيواد دحالاتو په باب څرګندونې وکړې او ويې ويل چې په هيواد کې د امنيت
تامينول نن د دولت ددندو په سرکې ځاى لري .
د جمهوري رياست لومړي مرستيال زياته کړه چې بدخشان د افغا نستان دولت ته يوه فوق العاده مهمه سيمه ده او له دې امله دهغه د امنيت په تا مينولو کې دخلکو همکاري ډيره مهمه ده .
وروسته دبدخشان دوو تنو مشرانو په دې اړوند خبرې وکړې او وړانديز يې وکړ چې د دغه ولايت ولسواليو ته دې د سيمه ييزو پوليسو تشکيل منظور شي چې خلک په خپله د خپلو سيمو د امنيت په تا مينولو کې اساسي رول په غاړه واخلي .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال د بدخشان مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د دوي
وړانديز به د هيواد دکورنيو چارو وزارت له لارې وڅيړل شي
1 1 دقیقه لوستل