سیاستخبرونهاقتصادTOP

(ځلاند افغان) موسسه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د ښوونیزو مرکزونو د مالوماتي سیستمونو رغونه کوي

کابل، د غوايي ۲۵مه، باختر 

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له (ځلاند افغان) موسسې سره د یوې هوکړې د لاسلیک خبر ورکړی، چې له مخې به یې یاده موسسه د دغه وزارت د ټولو ښوونیزو مرکزونو مالوماتي سیستمونه رغوي او د ظرفیت لوړونې پروګرامونه به په لاره اچوي.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه هوکړه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو معین مولوي محمد علي جان احمد او د (ځلاند افغان) موسسې د استازو ترمنځ پرون لاسلیک شوه.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د جرګو او قبایلو چارو معین په دغه کتنه کې ډاډ ورکړې، چې له (ځلاند افغان) موسسې سره به په دغه برخه کې بشپړه همکاري کوي. 

سرچینې همدارنګه ویلي؛ د (ځلاند افغان) موسسې استازي په دغه کتنه کې څرګنده کړې، چې د خپلو هېوادوالو د خدمت په موخه به هڅه وکړي او ورسپارل شوي مسوولیتونه به په پوره ژمنتیا مخ ته وړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته