ټولنه

د کوڅه ډبو سپيانو له شتون څخه د خلکو شکايت

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ٢٨ :
د مزارشريف ښار يو شمېر اوسيدونکي په دغه ښارکې دکوڅه ډبو سپيو د شتون له امله شکايت کوي او د ښاروالۍ له رياست څخه د دغوکوڅه ډبو سپيو د له منځه وړلو او ياټولولو په لاره کې د پاملرنې غوښتنه کوي.
د مزارشريف ښار د اتمې ناحيې اوسيدونکي ٤٥ کلن عبدالشکور وايي چې د شپې له خوا کله چې له جومات څخه کورته ځي؛ د کوڅه ډبو سپيو له خوا ځورول کيږي او د ورځې هم ماشومان او د ښوونځيو زده کوونکي د دغو کوڅه ډبو سپيو له خوا ځورول کيږي چې د مزارشريف ښاروالۍ او د بلخ ولايت د عامې روغتيا رياست بايد د دغو سپيو د له منځه وړلو لپاره جدي اقدام وکړي، ځکه د هغوى له خوا د خلکو داړل په لسګونو ناروغۍ رامنځته کوي.
د مزارشريف ښاروالۍ يوه چارواکي ضياالحق مرادي وويل چې دمزارشريف ښاروالۍ تېرکال د بلخ  ولايت د عامې روغتيا رياست په همکارۍ په مزارشريف ښارکې د کوڅه ډبو سپيو د له منځه وړلوکمپاين ترسره کړ چې اته سوه کوڅه ډبه سپي له منځه يوړل شول، خو سږکال د بودجې د نشتوالي له امله د مني کمپاين يې نه دى پيل کړى .
دى مني چې په ښارکې د کوڅه ډبو سپيو ګرځيدل د ماشومانو، د ښوونځيو دزده کوونکو او د کورنيو د ځورونې سبب شوي دي؛ خو د بودجې په تصويب سره د مني کمپاين پيل او د دغو کوڅه ډبو سپيو د له منځه وړلو لپاره به  جدي تصميم ونيسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته