ټولنه

په سرپل ولايت کې په بيځايه شويوکورنيو سره مرسته وشوه

کابل باختر دسلواغې دوه ويشتمه :
په سرپل ولايت کې نن له اته اويا داخلې بيځايه شويوکورنيو سره نغدي مرستې وشوې .
د سرپل ولايت له پيښو سره دمبارزې د تيارى د ادارې رييس فيض الله سادات باخترآژانس ته وويل: دغه کورنۍ چې د نا امنيو له امله د صياد، کوهستاناتو، بلخاب له ولسواليو اوله نورو اړوندوسيموڅخه بيځايه شوي او ددغه ولايت په مرکزکې ميشتې شوې دي؛ آى-آر-سي موسسې له خوا نغدي مرستې ورسره  وشوې .
خبرځاى زياته کړه: په ځينوکورنيو ته د هغوى د شمېر په پام کې نيولو سره يوولس زره او درې سوه افغانۍ او هغه کورنيو ته چې دغړو شمېر يې کم و ؛٥٩٠٠ افغانۍ وويشل شوې.
دسرپل والي عبدالجبار حقبين په اړوکسانو د مرستو د ويش په غونډو کې د آى- آر سي له موسسې څخه د مننې د څرګندولو په ترڅ کې له نورو خيريه موسسو څخه هم وغوښتل چې له دغو کورنيو سره دې زياتې مرستې وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته