کابل / د کب لومړۍ / باختر
د سالنګونو لویه لاره له ٨ ساعتونو څخه وروسته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه .
دغه لاره نن سهار له ٤ بجو څخه د سختو واورو د اورښت په دلیل د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه.
د واورې اورښت کم شوی دی؛ خو تراوسه سخت باد شتون لري.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې رییس قاضي عبدالله عبید باخترآژانس ته وویل چې د دوی کارکوونکي له عمومي واټ څخه د واورو او کنګلو په لرې کولو بوخت دي.
هغه له چلوونکوڅخه وغوښتل چې په سالنګونو کې د تګ را تګ په وخت کې ترافیکي قوانین مراعت کړي او خپل موټرونه په ژمني وسایلو سمبال کړي.
د افغانستان د هوا پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې؛ په راتلوونکو ۲۴ ساعتو کې په سالنګونو کې د واورې د اورښت احتمال شته.
ع