سیاست

د کورنیو چارو وزیرداروپاي اتحاديې دسفيرله مرستيال سره وکتل.

کابل باختر د چنګاښ دويمه
د کورنیو چارو وزیرمحمد عمرداوود زی نن د اروپایی اتحادیی د سفیرله مرستیال سره د خپل کارپه دفترکی وکتل .
دکورنيوچارووزات مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کی لومړی د کورنیو چارو وزیرمحمد عمرداوود زی د نړیوالی ټولنی اوپه تیره بیا د اروپایی اتحادیی غړوهیوادونوله بی غرضومرستوڅخه مننه وکړه چی په تیرودولسوکلونوکی په بیلابیلوبرخو اوپه تیره بیا د افغانستان ملی امنیتی ځواکونوپیاوړتیا اوروزنی په څانګه کی یی کړيدي.
د کورنیو چارو وزیرد جمهوری ریاست ټاکنوته په اشاری سره وویل چی د هیواد ملی امنیتی اودفاعی ځواکونه په ډیره میړانه وتوانیدل چی د افغانستان د جمهوری ریاست د ټاکنو لومړی اود دویم پړاوامنیت خوندي کړي.
د کورنیو چارو وزیرزیاته کړه چی د ټاکنود امنیت خوندي کولوپه برخه کی د امنیتی ځواکونوترمنځ همغږي ډیراغیزمن ؤاودپوره همغږی په لرلوسره یی وکړای شول چی خلکوته د پراخ ګډون زمینه برابره کړي.
وروسته د اروپایی اتحادیی مرستیال سفیر د افغانستان د جمهوری ریاست د ټاکنوبهیرد خوندي امنیت څخه د خوښی په څرګندولوسره وویل چی نړیواله ټولنه به په راتلونکي کی هم د افغانستان له خلکوسره خپلومرستواوملاتړته دوام ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته