خبرونهاقتصادTOPټولنه

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست، د ډایکنډي د خلکو ستونزې او غوښتنې واورېدې

کابل، د سلواغې ۵مه، باختر
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، له اسدالله سعادتي او د ډایکنډي ولایت د اهل تشیع له علماوو سره وکتل.
د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې شیخ الحدیث دلاور؛ ملي یووالی او سراسري امنیت د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې اړین بللی او د ډایکنډي د کاني زېرمو سربېره، د هېواد په اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو یې هم خبرې کړې دي.
د ډایکنډي علماوو هم، د یاد ولایت د خلکو ستونزې او غوښتنې د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره شریکې کړې او د پلانونو د پلي کولو په برخه کې یې د دغه وزارت هڅې وستایلې او خپل ملاتړ یې څرګند کړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته