ټولنه

په تخار کې۵۰۰ کورنیو خوراکي توکي ترلاسه کړل

کابل / د غویي ۶ مه / باختر
د ترکیې دیانت خیریه بنسټ په تخار کې پر۵۰۰ بې وزلو کورنیو خوراکي توکي ووېشل.
د تخار د والي مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ چې د ترکیې دیانت خیریه موسسې پر ۵۰۰ اړو او جګړه ځپلو کورنیو ۵ قلمه خوراکي توکي ووېشل.
د تخار والي مولوي عبدالله قرلق په دغه ولایت کې دیانت خیریه بنسټ د پاملرنې او همکارۍ قدرداني وکړه او بې وزلو او جګړه ځپلو کورنیو ته د زیاتو مرستو غوښتونکی شو.
قرلق له نورو خیریه موسسو څخه وغوښتل چې د روژې په مبارکه میاشت کې په دغه ولایت کې له بې وزلو او مستحقو کورنیو سره زیاته بشردوستانه مرسته وکړي.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته