سیاست

د هېواد د شمال عمومي امنیتي وضعیت وارزول شو

کابل / د کب ۲۳مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررییس محمد اشرف غني په مشرۍ فوق العاده امنیتي غونډې، نن له غرمې مخکې د هېواد د شمال عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې غونډه کې چې په ارګ کې وشوه، د هېواد د شمال عمومي امنیتي وضعیت د ارزونې پرمهال د امنیتي او دفاعي ځواکونو د کړنو قدراني وشوه او د وسله وال پوځ لیکو ته د جلب او جذب او د امنیتي او دفاعي ځواکونو تجهیز او ملاتړ ته د پاملرنې په اړه بحث او خبرې وشوې.#
پای / ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته