سیاست

لوى څارنوال دننګرهار دولايتي شورا ديو غړي دنيولو لپاره سل زره افغانۍ جايزه وټاکله.

کابل – باختر دمرغومى پنځه ويشتمه :
لويه څارنوالي باختر آژانس ته ديوې خبرتيا په ليږلوسره ليکي دي زموږ هيواد وال خبر دي څه موده مخکې دننګرهار ولايت دامنيتي او کشفى ارګانونو دعملياتو په بهير کې دسيم بکس يوه دستګاه چې په غير قانوني ډول دننګرهار دولايتي شورا دغړي ابرارالله مراد په کور کې درول شوى او فعاليت يې کاو ترلاسه شوه.
ددغې دستګاه د درولو هدف د دولت او دملي سوداګرو په اقتصاد ګوزار او محرمو دولتي سندونو افشا کول و چې دده دغه عمل غير قانوني او سبو تاژ بلل کيږي او ځواب ورکولو ته نه دى حاضر شوى او ځان يې دقانون له  منګولو څخه پټ کړى دى.
له دې امله ګرانو هيواد والو ته خبر ورکول کيږي هرڅوک چې دده دشتون په باب چې د ده دنيولو سبب يې شي خبر ورکونکي ته سل زره افغانۍ جايزه ورکول کيږي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته