ورزش

اجرائیه رئیس: په سپورتي ادارو کې شته ستونزې به په اساسي ډول حل شي

کابل- باختر د وږي دمياشتې ١٣
اجرائیه ریاست د المپیک په نړیوالو لوبو ( رویو 2016 ) او د سوېلي اسیا په لوبو کې ګډون کوونکی او لوبغاړي وستایل.
په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د افغانستان د المپيک دملي کمېټې مشر جنرال ظاهر اغبر وویل، چې افغان لوبغاړو د المپيک په نړیوالو او د سوېلي اسیا په نړیوالو لوبو کې د افغانستان بيرغ رپانده وساته او ویاړنې یې ترلاسه کړې.
هغه زیاته کړه، سره له دې چې په سپورتي برخه کې ستونزې رامنځته شوي او د المپیک له ملي کمېټې سره موازې اداره جوړه شوې؛ خو افغان لوبغاړو په تش لاس د نړۍ له پرمختللو هېوادونو او هغوی چې د ورزش لپاره ډېره بودیجه لګوي، په یوه کتار کې افغانستان سیال کړ.
ده  زیاته کړه چې په برازیل کې یې نړۍ ته د جمهوررييس او اجرائیه رئيس پيغامونه رسولی؛ خو هېڅکله یې په افغانستان کې د ورزشي ادارو ترمنځ را پورته شوې ستونزې چاته نه دي یادې کړي.
جنرال اغبر نیوکه وکړه، چې دالمپیک کمېټې ته ځانګړي شوي دوه میلیونه ډالر شخصي جېبونو ته ځي، د موازي ادارو لپاره پرې په لسو زرو ډالرو کرایه کور نیول کېږي؛ خو لوبغاړو ته یو خالي ملاتړ هم د حکومت د مشرانو له لوري نه برابريږي.
هغه غوښتنه وکړه، چې په ورزشي ادارو کې دې لاسوهنې بندې شي، موازي ادارې دې له منځه لاړې شي او ستونزه باید د حکومت د مشرانو له لوري په اساسي ډول حل شي: (( زه المپيک ته د مشرۍ لپاره او په خپل سر نه یم راغلی. زه خلکو راوستی یم، د خدمت لپاره که چېرې په ما کې ستونزه وي، نو جمهوررييس او اجرائيه رئیس دې ماته ووايي، زه یې اطاعت کوم.))
د افغانستان د المپیک دملي کمېټې مشر وویل، چې په المپيک کمېټه کې ټاکنو ته چمتو دی؛ خو د اوسني ناوړه وضعیت شکنجه لوبغاړو ته ورنه کړل شي.
ده خبرداری ورکړ، که چېرې له دې وروسته د المپیک کمېټې فعالیتونه وځنډېدل دی یې مسوول نه دی.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په دې ناسته کې لوبغاړي د افغانستان معنوي پانګه او ویاړ وبلل.
اجرائیه رئیس د المپيک او سوېلي اسیا په نړیوالو لوبو کې دافغان لوبغاړو ګډون او لاسته راوړنې ستر ګام وباله او ویې ویل، چې د لوبغاړو په مرسته او وسیله افغانستان په نړیوالو سیالیو کې یاد او بیرغ یې رپاند پاتې شو.
ده وویل: په سپورتي برخه کې په شته ستونزو خبر یم. خو ژمنه کوم چې دې ستونزو ته به د حل اساسي لاره پيدا کوو. تاسو هم په ګډه او له هر ډول تبعیض پرته په سالم چاپېریال کې خپلو هڅو او تمرینونو ته دوام ورکړئ، څو افغانستان ته لا ډېر ویاړونه په نصیب کړئ. موږ مو له لاسوهنو پرته ملاتړ کوو.
اجرائیه رئيس ورزشکارانو ته په خطاب کې وویل، چې تاسو له توقع ډېر په حساسو شرایطو کې هېواد ته ویاړ په نصیب کړی او غمځپلي ولس ته مو خوښي ورکړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته