ميمنه باختر دوږي دمياشتې ١٣ نيټه :
يوه ځوانه ښځه تېره شپه د فارياب ولايت په مرکزکې د خپل ميړه له خوا په ډزو سره ووژله شوه .
د فارياب ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند محمدکريم يورش باختر آژانس ته وويل: دغه ښځه ١٩ کلنه وه او درې مياشتې مخکې يې واده کړى و.
يورش د دغې وژنې علت کورنۍ دښمني وبلله .
خبرځاى زياته کړه: قاتل تښيدلى او پوليس د هغه د نيولو په لټه کې دي.
پاى جذ