امنیت

هغه اتلس کلنه نجلۍ چې د پلندر له خوا يې پرې جنسي تيرى شوى دى؛ عدالت غواړي

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣٠
د سمنګانو ولايت د مرکز ايبکو ښار د رباطک د کلي په اوسيدونکي ١٨ کلنې اديسې له څوکلونو را په دې خوا د پلندر له خوا يې جنسي تيرى شوى دى؛ له حکومت څخه د عدالت د تطبيق غوښتنه کوي.
ددغې نجلۍ ٤٠ کلنه مور عزيزه وايي: لس کاله مخکې د ميړه له مړينې وروسته د يوې حقوقي دعوا د حل کولو په خاطر د سمنګانو ولايت د استيناف محکمې له قاضي تورګل خان سره بلده شوم؛ هغه له ماڅخه وغوښتل که چيرې ورسره واده وکړم؛ دعوا به د دې په ګټه تمامه شي.
د عزيزې دڅرګندونو له مخې : ما له قاضي تورګل خان سره واده وکړ، له شپږو مياشتو وروسته قاضي د سمنګانو له ولايت څخه کابل ته بدل شو او يوه موده په کې و.
د عزيزې لور اديسه وايي چې له ماشومتوب څخه تر هغې پورې چې بالغه شوه؛ تل د پلندر له خوا پرې جنسي تيرى شوى دى او اوس يو ماشوم هم لري.
دې وويل: سره له دې چې موضوع مې له امنيتي مسوولينو سره شريکه کړې ده؛ خو ستونزې ته يې هيڅ راز پاملرنه نه ده شوې .
په همدې حال کې د سمنګانو ولايت امنيه قوماندان مسعود باقر وايي چې په يو اوپراتيفي اقدام کې پرون ناوخته يې د دغې نجلۍ پلندر د بغلان په ولايت کې نيولى دى او په سمنګانوکې بندي دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته