امنیت

تبصره :

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٣ :
په لويو لارو او واټونو کې ديرغمل نيونې  او وژنې کابوس  دهېواد دخلکو او مشرتابه  غوسه راپارولې ده .
ډار اچوونکو په دې وروستيو وختو کې  په غلچکي ډول  په لويو لارو بريدونه کوي  او مسافران  ځوروي .
دباختر آژانس مفسر ليکي  :
افغانستان   دترخو کيسو او دهډوکي سوځوونکو  دردونو  دروايتونو هېواد دى . دردونکى  او هډوکې سوځونکى له دې پلوه  چې  افغان دافغان په وړاندې دريږي   او دپرديو په لارښونه  خپل هېوادوال په ډيرې بيرحمۍ قساوت سره  وژني .
وسله والو طالبانو دکندز ولايت په مربوطاتو کې  په نه بخښوونکي جنايت لاس پورې کړ  . خلک ددغه جنايت عاملان  هغه شيطانان بولي چې  ددين له پتې څخه  ددين او خلکو پرخلاف استفاده کوي   او دهېواد مشرتابه  ددغه شان  جنايت عاملان  له قانون  او ددغه هېواد له عرف څخه  بې خبره کسان وبلل.
جمهوررئيس  دپرديو دګوډاګيانوله خوا دملکي وګړو دوژنې   او يرغمل نيونې په اړوند پرون دکابينۍ په غونډه کې طرحه  کړه  (( ددغه شان عمل ترسره کول په  حقيقت کې شوکماري ده او دطالبانو لومړۍ شخص چې ځان ددين عالم بولي  په دغه عمل سره وښودله  چې داسلام  په مبين دين او دهغه په اساساتو  هيڅ  خبر نه دى  او هغه  کسان چې شوکماران دي )) .
زموږ په دين او عرف کې  دډيرې سختې سزا مستحق دي  او هغوى  دقانون له منګولو څخه تيښته نه شي کولاى بلکې  دخپلو عملونو سزابه وويني.
دافغانستان خلک  ميلمه پال  اومسافر پال دي  هغه کسان چې مسافران ځوروي  او دپرديو په لارښونه يې  وژني  نه افغانان دي  او نه هم مسلمانان  او دهېواد په قانون او عرف کې دهغوى سزا روښانه اومشخصه ده .
دافغانستان داسلامي جمهوريت دولت په دې باب  دهېواد امنيتي او دفاعي ځواکونو ته څرګنده او روښانه لارښوونه کړې ده  چې  دخلکو په دفاع او په بشپړه توګه  دخلکو ددښمنانو په له منځه وړلو کې له هيڅ راز هڅو څخه ډډه ونه کړي .
دغې موخې ته رسيدل ګډې هڅې غواړي ،  ډله ييز پاڅون غواړي   چې  عالمان ،   روحانيون ، مدني بنسټونه ،  دهېوا دسياسي مشران اوشخصيتونه  لنډه دا  چې  ددې هېواد ټول اوسيدونکي  دجنايتکارانو په افشا کولو او معرفي کولو کې له امنيتي ځواکونوسره همکاري وکړي.
خلک  دهغوى په بشري ضد ، انساني ضد او اسلامي ضد جنايتونو خبر کړي چې په هېواد کې دشرارت  ، وژنې  ، شوکمارۍ اودخلکو دځورونې  کرغيړن ټغر  راټول شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته