– کابل ، د غبرګولی ۹ مه ، باختر
د ( او. اچ. پي.ام) مرستندویې موسسې د هلمند ولایت ۳۳ روغتیايي مرکزونه رغولوي دي.
ویل کېږي دغه روغتیايي مرکزونه د وروستیو جګړو له امله ويجاړ شوي وو.
د ( او. اچ. پي. ) د موسسې یوه مسوول رفیع الله سادات رسنیو ته وویل چې دغه موسسه په هلمند کې د ۷۸ ویجاړو شویو روغتیايي مرکزونو د رغولو پروګرام ترلاس لاندې لري او تر اوسه پورې ۳۳ روغتيايي مرکزونه ترمیم شوي او نور يې تر کارلاندې دي.
سادات زیاته کړه چې د دغې موسسې کار په جګړو کې د ویجاړو شویو روغتیايي مرکزونو رغول دي او ټاکل شوې ده دغه موسسه د هلمند ټول ویجاړ شوي روغتیايي مرکزونه ورغوي کړي.
ع