کابل باخترد مرغومي شپږ ويشتمه :
دپروان ولايت په مرکز چاريکارو ښار کې داغا خان په بانک پرون يو توغندى ولګيد .
دپروان دوالي وياند وحيد صديقي دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې دغه توغندى ددغه ولايت له يوه نامعلوم ځاى څخه وتوغول شو او په چاريکارو ښار کې داغاخان دپور ورکولو په بانک ولګيد .
صديقي زياته کړه، ددغه توغندي دتوغولو موخه دپروان ولايت امنيه قومانداني و چې دغه بانک ته څيرمه موقعيت لري .
يوه اړونده برځاى وويل : په دې پيښه کې چاته زيان نه دى اوښتې او په دې برخه کې پلټنې او څيړنې دوام لري .
په همدې حال کې ددغه بانک مسوولين وايي چې ددغه توغندي دلګيدو له امله بانک زيات تاواني شوى دى .
0 1 دقیقه لوستل