نړۍ

دفرانسې د نيس ښارجومات له پنځلسو کلونو وروسته بيا پرانستل شو .

پاريس – باختر د چنګاښ دمياشتې ١٣
دفرانسې دنيس ښار جومات دهفر دجوړولو په سر له پنځلسو کلونو اختلاف وروسته پرون دلومړي ځل لپاره دلمونځ کوونکو پرمخ پرانيستل شو .
دنيس له ښار څخه دفرانسې دخبري آژانس دخبرله مخې : دنيکواالنور موسسې جومات دنيس ښاروال له بدلون وروسته پرون سهار دلمونځ کوونکو پرمخ پرانيستل شو .
دمبارک وکيل او ديوې سيمه ييزې مذهبي ټولنې درييس له خوا دجومات پرانيستل يوه له خو شحالۍ ډکه پيښه بلل شوې ده .
لس تنه مسلمانان ددغه جومات تلخونې ته ننوتل چې د ٨٨٠ تنو لمونځ کوونکو ظرفيت لري.
يو لمونځ کوونکى عبدالعزيز چې له خپل زوى محمد سره جومات ته ورغلى و وويل : يو مسلمان جومات له خپل کور څخه غوره بولي په دې شرط چې ښکلى وي . ددغه جومات دجوړولو کار په ٢٠٠٣ ميلادي کال کې په يوه اداري سيمه کې پيل شوى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته