کابل، د لېندۍ ۲۰مه، باختر
ټولو د ښي لاس موټر لرونکو کسانو ته، چې پخوا یې د سټیکر کارتونه ترلاسه کړي وو او پليټ نمبرونه یې نه دي اخیستي، خبر ور کول کیږي، چې د کاغذي سټیکرو موده یې پای ته رسیدلې ده.
په همدې اړه د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو لوی ریاست د یادو وسایطو مالکانو ته خبر ورکوي، چې سر له نن څخه چې ۲۰/۹/۱۴۰۲ نیټې سره سمه راځي تر یوې میاشتې پورې خپلو وسایطو ته نمبر پلیټونه واخلي.
د سرغړونې په مهال به قانوني چلند ورسره وشي، چې وروسته بيا څوک د شکایت حق نه لري.