کابل باختر د مرغومي دمياشتې ١٦ :
د هېواد په بيلابيلو سيمو کې دملي اردو دچاڼيزو عملياتو په دوام څلورڅلويښت تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
دملي دفاع وزارت دوياند مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ.
دغه راز د غزني ، هلمند ، نيمروز ، ميدان وردګو او دزابل دولايتونو په مربوطاتو کې دملي اردو چاڼيز عمليات هماغه شان دوام لري .
دملي دفاع وزارت دوياند مطبوعاتي دفتر ددغوعملياتو دجزئياتو په څرګندولو سره وايي دغزني ولايت د ده يک ، قره باغ او دګيلان ولسواليو په مربوطاتو کې د بدر په نامه د ملي اردو دځواکونود چاڼيزو عملياتو په بهېرکې ديوه بهرني تبعه په ګډون ديارلس تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
د زابل ولايت د شاه جوى ولسوالۍ په مربوطاتو کې په يو لړنورو چاڼيزو عملياتو کې اتلس تنه ډار اچوونکي ووژل شول او د ميدان وردګو، هلمند او دنيمروز ولايتونه هم دملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عملياتو ډګر و چې ديارلس تنه ډار اچوونکي پکې ووژل شول.
دغه راز ددغو عملياتو په پاى کې اته پنځوس تنه تروريستان ټپيان شول اوڅلور تنه نور له تروريستانو سره د اړيکو په تور ونيول شول.
ددغو عملياتو په پاى کې ددښمن شل اډې ، څلور موټرسايکلونه ، د درندو وسلو يوه اندازه مهمات او څويکم مخابرې په عملياتو کې دشاملو ځواکونولاسته ورغللي او ويجاړ شوي دي
0 1 دقیقه لوستل