امنیت

نهه طالبان په قندهار کې ووژل شول

کابل / د وري ۲٨ مه / باختر
نهه وسله وال طالبان په قندهارکې د نويو جګړو په بهيرکې ووژل شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه د شاه ولي کوټ او ميوند ولسواليو په ځينو سيموکې بريدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په جګړوکې ٩ وسله وال طالبان وژل شوي او ٥ نوريې ټپيان شوي دي او د هغوى دوه پټنځي له ټولو جنګي وسايلو سره يې له منځه تللي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې:
پوليسو د قندهار له ګڼ مېشتو لارو څخه د شپږو ماينونو په کشف سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
ختم – ج – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته