فرهنګ

تبصره

کابل باختر د وږي  اووه ويشتمه :
  دګرځندوى دنړيوال سازمان  داسيا دجنوب دکميسيون دمعاونيت  ترلاسه کول په افغانستان کې ددغه صنعت دودې لپاره مناسب فرصتونه برابروي .
دباختراژانس مبصر ليکي .
افغانستان دګرځندوى  دنړيوال سازمان په يوويشتمه عمومي  غونډه کې  ددغه سازمان داسيا دجنوب دکميسيون معاونيت ترلاسه کړ .
ددغه دريځ ترلاسه کول يومناسب فرصت بلل کيږي چې افغانستان له هغه څخه په ګټې اخستنې سره په هيواد کې دګرځندوى صنعت ته وده او پراختيا ورکړي چې دګرځندويانو دجلبولو لپاره ښې جاذبې  لري .
له بلې  خوا په هيواد کې دنا امنيو له امله درامنځته شويو ستونزو او ناخوالو سره سره او اطلاعاتو اوفرهعنګ وزارت له زياتې مودې راپديخوا ددغه صنعت دودې لپاره مخ په وړاندې  عملي ګامونه اخستي دي  ، دمسلکي سياحتي زده کړو دانستيتوت جوړول کولاى شو په دې برخه کې برياليتوبونه وبولو .
  داطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتوب په ښه توګه په دې پوهيږي چې په افغانستان کې دګرځندوى  دصنعت وده ددې تر څنګ چې  دهيواد دتاريخي اوسياحتي سيمو او ساحو دمعرفي کولو لپاره زيات فرصتونه برابروي دکارموندلو زمنيې هم برابروي . او له  دې لارې دافغانستان اقتصاد هم پياوړي کيږي له دې امله دګرځندوى دنړيوال سازمان داسيا دجنوب دکميسيون دمعاونيت ترلاسه کول افغانستان ته ښه برياليتوب بلل کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته