امنیت

په قندهار کې د ملي او سيمه ييزو پوليسو پر پوستو وسله وال بريدونه وشول

قندهار باختر دوږي د میاشتې ۲۹ مه
د قندهار ولایت په شاه وليکوټ او ميوند ولسواليو کې وسله والو طالبانو د ملي او سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريدونه کړی.
د قندهار د امنيې قوماندانۍ ویاند ضیا درانی باختر اژانس ته وویل چې، تېره شپه نهه بجې طالب وسله والو د شاه وليکوټ ولسوالۍ په "تور کوتل" سيمه کې د ملي او سيمه ييزو پولیسو پر امنيتي پوستو بریدونه کړي، چې د امنيتي ځواکونو له خوا غاښ ماتوونکی ځواب ورکړل شوی دی.
د دراني په وينا دغه نښته چې درې ساعته يې دوام درلود په پایله کې يې يو تن وسله وال وژل شوی او درې تنه نور ټپيان شوي دي.
دراني زياته کړه چې دغه راز
په ورته وخت کې وسله والو مخالفينو د ميوند ولسوالۍ په "خاک چوپان" سيمه کې هم پر امنيتي پوستو بریدونه کړي چې له امله يې وسله والو مخالفينو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې،خو کره شمېره یې نه ده معلومه.
دراني وايي چې د دواړو ولسواليو په نښتو کې پوليسو ته د سر کوم زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته