نړۍ

د برازيل د جمهوري رياست انتخابات دويم پړاوته لاړل

برازيليانيوزنيو – باختر د تلې دمياشتې ١٤
د برازيل د جمهوري رياست انتخابات د خپل سيال «آسیو نیوس» په وړاندې د اوسني جمهورې ريسې دیلما روسف له برياليتوب سره سره دويم پړاوته لاړل.
د برازيل رسمي خبرځايونو نن اعلام وکړ چې د رايو شمېرنه بشپړه شوې ده او ښيي چې ميرمن روسف په سلوکې د ٤٢ رايو په ترلاسه کولو لومړى، آسيونيوس په سلوکې د ٣٤ رايو په ترلاسه کولو دويم او مارينا سيلوا په سلوکې د ٢١ رايو په ترلاسه کولو سره دريم مقام ګټلى دى.
د برازيل د جمهوري رياست په انتخاباتوکې درايو ورکولو په شرايطو برابر څه دپاسه ١٤٢ مليونه تنه دي او د انتخاباتو دويم پړاو به د لړم د مياشتې په ٤ مه نيټه ترسره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته