ټولنه

يو شمېر خلکو د ملي پيوستون د پروګرام له آسانتياوو څخه ګټه واخيسته

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٣٠
په نورستان په ولايت کې پرون د ملي پيوستون د پروګرام د اته ويشتو ټولګټو پروژو کار بشپړ او د دغه ولايت يو شمېر خلکو يې له اسانتياوو ګټه واخسته .
باختر آژانس د کليو د بياجوړولو او پراختيا وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو د رياست له خولې خبر راکړ:
د ٢٣ مليونو ١٠٥ زرو افغانيو په لګښت د ملي پيوستون د پروګرام د دغو ټولګټو پروژو کار د نوستان ولايت د دوآب او نورګرام په ولسواليوکې بشپړ او د خلکو ګټې اخستنې ته وسپارلې شوې .
په دغو پروژوکې د محافظوي ديوالونو، د ٩٩٧ جريبه ځمکې د خړبولو دک انالونو،د ٤٧ جريبه کرنيزې ځمکې د خړبولو لپاره د زيرمې جوړول، د سړکونو پخول او کريړ اچول او د څښاک د ابو د شبکو غځول شامل دي .
د کليو د بياجوړولو او پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروګرام د فعاليت له پيل څخه تر اوسه پورې د نورستان ولايت ٤٢٤ کلي يې د پرمختيايي پروګرامونو تر پوښښ لاندې نيولي او ويې کولاى شول چې په بېلابېلو برخوکې ٤٨٠ پروژې بشپړې او د دغه ولايت د خلکو استفادې ته يې وسپارلې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته