خبرونهامنیتټولنهTOP

په تېرو ۶ میاشتو کې په کابل کې ۲۱۳۶ کسان د جنايي او ۴۳ کسان د تروریستي پېښو په تور نیول شوي دي

کابل، د لړم ۲۴مه، باختر 

د کابل امنیې قومندانۍ مسوولینو نن په پلازمېنه کابل کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د دغه قومندانۍ د تېرو ۶ میاشتو لاسته راوړنې او فعالیتونه رسنیز کړل.

د یادې قومندانۍ ویاند خالد ځدارڼ په یاده خبري غونډه کې وویل چې د کابل پولیسو په تېرو شپږو میاشتو کې ۲زره ۱۳۶کسان د قتل، غلا، قاچاق ، شرابو او نورو بېلابېلو جرمونو په تور نيولي او د قانون منګولو ته یې سپارلي دي.

ځدراڼ همدارنګه وویل چې له یادو نیول شویو کسانو څخه ۹۴ موټر، ۶ موټرسایکلونه، ۵ ریکشې، ۶۶ تومانچې، ۱۱ کلاشینکوفونه، ۱۲۰ موبایلونه او د شاوخوا ۵۷ میلیونه افغانیو په ارزښت سره زر هم نیول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې منسوبینو يې په ياده موده کې همدارنګه د نشه يي توکو پرضد ۵۴۵ عمليات ترسره کړي، چې په پايله کې يې ۴،۶۲۸ کيلو ګرامه هيروين، ۱۰۲،۹۰۴کیلو ګرامه شیشه، ۴۶۰ګرامه کرسټال، ۱۶زره ۸۳۱ ټابلېټ کا، ۶۱زره ۶۳۱ ذیکب، تابلیټ او تروماډول، ۱۲۹، ۴۸۵کیلو ګرامه چرس، ۱۱،۶۰۳کيلو تارياک او ګڼ شمېر نور نشه یي توکي او د دغو نشه يي توکو په تور ۶۱۹ تورن کسان هم نيولي دي.

سرچینې همدارنګه وویل چې په تېرو شپږو میاشتو کې د ښار له بېلابېلو سيمو څخه ۲۶۰۰په نشه يي توکو روږدي کسان د درملنې په موخه راټول شوي دي.

خالد ځدراڼ زیاته کړه، چې د کابل امنیې قومندانۍ د ښوونې او روزنې مدیریت ۷۵۸ تنو امنیتي ځواکونو ته د روغتیا، ظرفیت لوړونې، کمپیوټر، بشري حقونو او نورو برخو کې په مختلفو لنډمهاله او منځمهاله کورسونو کې زده کړې ورکول شوې دي.

ځدراڼ همدارنګه وویل چې په تېرو ۶میاشتو کې د کابل اړوند پولیسو په لیکو کې ۱۲۴۲ نالوستي امنتي ځواکونه تثبیت شوي او دمګړۍ د سواد زده کړې په ټولګیو کې په زده کړو بوخت دي.

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند زیاته کړه، چې د تروریزم ضد مدیریت پولیسو په تېرو ۶میاشتو کې د بېلا بېلو کشفي او اوپراتیفي عملیاتو په لړ کې د تروریستي قضیو په تور ۴۳ تورن کسان نیول شوي او همدارنګه د دغو عملیاتو په پایله کې ۳۵تومانچې، ۱۲کلشینکوفونه، زرګونه مرمۍ، ۳۱ کړۍ ماینونه، ۱۳۹ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي، ۳۴ کړۍ لاسي بمونه، ۵ مخابرې او ګڼ نور پوځي مهمات د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

د یادونې وړ ده، چې د کابل امنیتي مسوولینو په دغه خبري غونډه کې وویل چې اوسمهال تر بل هر وخت د پولیسو او ښاریانو ترمنځ ښه همغږي او همکارۍ شتون لري او کابل ورځ تر بلې د بشپړ امن او خونديتوب لور ته روان دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته