امنیت

دلوګر ولايت په برکي برک ولسوالۍ کې دلسګونو ټنو خوراکي توکو ويش .

کابل باختر دلړم  شلمه :

  دډبليو اف پي موسسې له خوا پرون په لسګونو ټنه خوراکي توکي د لوګر ولايت په برکي برک ولسوالۍ  کې په شپږ سوه تنو وويشل شول .

دبرکي برک ولسوال انجنير  رحيم اميني دباختراژانس خبريال ته وويل چې  دغه مرستې  دکارپه بدل کې دخوراکي توکو له پروګرام سره سم ويشلې شوې  دي او البته دسي- ار- دي -او په نامه موسسې پخوا دسيمې دخلکو له خوا دنهو کيلومترو په اوږدوالي په يوه سړک کريړ اچولى  او استنادي ډيوال يې جوړ کړي و چې اجوړه يې  د دريو مليونو افغانيو په ټوله بيه دغنمو ، دال ، غوړيو ، نخودو مالګې په ګدون يوسلو نولس ټنه خوراکي موادو و  .

  يوه اړونده خبرځاى  وويل ددغې پروژې يو کارګر کله يې چې خپل مواد يې ترلاسه کړي و د ډبيلو اف پي له موسسې څخه قدرداني وکړه او ويې ويل چې ددغه شان پروژو تمويل له يوې خوا دخلکو اقتصادي بنسټ  پياوړي  کوي اوله بلې خوا ددوى سړک اوسيمه اباديږي چې دسيمې دخلکو په ګټه دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته