فرهنګ

په غزني کې يوولس قلمه لرغونې اثار ترلاسه شول .

کابل باختر د ليندى اتلسمه :
دغزني ښاروال  له خوا دپرمختيايي  پروژې دکار دتطبيق  په بهير کې يوولس قلمه لرغونې اثار ترلاسه شول .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دلرغونپوهنې رييس نور اغا نوري باختراژانس ته وويل چې دغه اثار په اسلامي  دورې پورې مربوط  دي چې دغزني ښاروالۍ له خوا دپرمختيايي پروژې دکار د تطبيق  په بهير کې  دسلطان محمود غزنوي دمارکيټ په وړاندې  دښاري کانالونو دکيندنې په وخت کې ترلاسه شوي دي .
نوري زياته کړه دغزني ولايت  دلرغونپوهانو  دټيم له خوا له څيړنو او کيندنو وروسته يوولس قلمه  سفالي او ډبرين اثارچې ښايي دباروتو لوښې وي،  له دغې ساحې څخه ترلاسه شوي دي او دغه اثار  له ثبت او سجل  وروسته دغزني ولايت ملي موزيم ته سپارل شوي دي .
دغه راز دتحقيقاتو په بهير کې  ثابته شوې چې دغه ساحه يوه لرغونې  ساحه ده چې داسلامي دورې  نښې نښانې او اثار  پکې ليدل کېږي او دغه ساحه دلرغونپوهنې رياست دمسلکي غړو له خوا خوندي شوې او په دې سيمه کې به زياتې څيړنې ترسره شي .   ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته