اقتصاد

دڅوارلسو مليونو ډالرو په ارزښت تړون لاسليک شو

کابل باختردزمري دمياشتي  ٢٤ :

دڅوارلسو مليونو ډالرو په ارزښت  تفاهم ليک نن دکابل دنوي ښار دپرمختيايي اداري  اودجاپان دنړيوالې پرمختيايي اداري ترمنځ لاسليک شو.

ددغه تفاهم ليک له مخې دجاپان دجايکا موسسه دڅوارلسو مليونو ډالرو په ارزښت ددولسو کيلومترو په اوږدوالي سړک په پړاويزډول  دکابل په نوي ښارکې جوړوي .

دباختراژانس دخبرله مخې  دغه تفاهم ليک  دکابل دنوي ښار  دپرمختياي اداري داجرائي رييس  حسن زاده  دجايکا اداري دپروګرام له رييس سره لاسليک کړ.

دحسن زاده دڅرگندونو له مخې ددغه سړک په جوړولو سره دنوي کابل ساختماني  بهير ګړندي کيږي  ده دتفاهم ليک لاسليک دهيواد له خلکو سره  دجاپان بله ژمنه وبلله.

وروسته دجايکا  موسسي دپروګرام رييس ابو اما دنوي کابل دپراختيا لپاره دجاپان دمرستو په دوام ټينګار وکړ.

دکابل  دنوي ښار دپرمختيايي اداري مالي رييس عبدالحبيب ځدران دکابل دنوي ښار دپرمختيايي پروژې دتطبيق  دپيل په باب معلومات ورکړل او ويې ويل چې   دکابل نوي ښار  له ماستر پلان سره سم په څلورو فرعي برخو  باريک آب  ، شمالي ده سبز، جنوبي ده سبز اوپايمنار ويشل شوي دي .

دغه راز ددغې اداري مالي رييس  وويل چې دماسترپلان دپړاويز تطبيق او طرحه په دريو پړاونو کې دپنځو کلونو لپاره جوړه شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته