نړۍ

روسيې په ٢٠١١ کال کې د يوولسو ملياردو ډالروپه ارزښت وسلي پلورلي دي

کابل باختر دسلواغي څوارلسمه

 دروسيې دصادراتو دولتي اداري په  ٢٠١١ کال کې ديوولسو ملياردو ډالرو په ارزښت  وسلي پلورلي  دي چې دغه اندازه دتيرکال په پرتله دوه مليارده ډالره زياتوالي ښيئ .

   دروسيې  دصادراتو  ددولتي اداري رييس اناتولي ايسياکين نن وويل سره له ديې چې موږ دملګروملتو سازمان دپريکړې له مخې  په ليبيا باندې دوسلو دپلورني دبنديزونو  دلګولو له امله په ملياردونه ډالره له لاسه ورکړي دي خو بيا هم په دې برخه کې ګټه ډيره وه .

  اناتولي  ايسياکين وويل دروسيې دوسلو  مهم پيرودونکي  هند، وينزويلا  او داسيا پاسفيک  هيوادونه دي  .

 دسوريې رژيم هم دروسيې  دوسلو يو ستر پيرودونکي دى .

  دروسيې دصادراتو ددولتي اداري رييس وويل  اوس دنړۍ  ٥٧ هيوادونو باندې وسلي پلوري  . روسيه په نړۍ کې دوسلو د ددويم ستر صادرونکي هيواد دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته